د افغانستان په باب له پاکستان سره دامریکاد خبرواترو جزیات محفوظ پاتیکیږی
کارپيژاندي وائي د افغانستان په باب د دواړو لورو دبحث وړ مسئلې،د اسلام اباد او واشنګټڼ پوځي ملګرتیاوې او د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د امریکا په وسیله د عملیاتو څارنه او ترسره کیدا موضوعګانې دي
د امریکا دخارجه وزارت ویندوي په واشنګټن کې د له امریکائي چارواکو سره د پآکستان دپوځ د عمومی قوماندان جنرا قمر جاوید باجوه د لیدوکاتو دجزیاتو له وړاندې کولو پرته ووئيل، ددغو خبرواترو جزیات همیشه پټ پاتیکیږي.
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ ، د امریکا دخارجه وزارت ویندوي نډپرایس بیګا په واشنګټن کې په خبري کنفرانس کې د افغانستان په باب له امریکائي چارواکو سره د جنرل قمر جاوید باجوه د خبرواترو دجزیاتو له وړاندې کولو څخه په ډډه کولو سره ووئيلوزیاتې زمینې شته چې دمونږ ګډې ورسره غږمله دي او کله چې مونږ په لوړه سویه له پاکستانیو چارواکو سره تعامل لرو،نو تل د افغانستان د راتلونکي اوثبات مسئلې، په سیمې کې امنیتی چیلنجونه او په بالقوه توګه له سیمې ورآخوا مضوعګانې په ایجنډا کې وي .
د امریکا د خارجه وزارت ویندوي زیاته کړې ،مونږ په منظمو ډول له پاکستانیو چارواکو سره د ډيرو مسئلو په باب لیده کاته او خبرې کوو،خو هماغه شان چې مشخصه ده ،مونږ تل د هغو تعاملاتو جزیاتو ته کومه اشاره نه کوو.
داپه داسې حال کې چي کارپيژاندي وائي د افغانستان په باب د دواړو لورو دبحث وړ مسئلې،د اسلام اباد او واشنګټڼ پوځي ملګرتیاوې او د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د امریکا په وسیله د عملیاتو څارنه او ترسره کیدا موضوعګانې دي