متحده عربي اماراتو کښې افغان کډوال له ناروغیو سره مخ دي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په متحده عربي اماراتو کښې د افغانستان کډوال له رواني ناروغیو سره مخامخ شوي.
د افغانستان پناه غواړي چې څه د پاسه یو کال کیږي په متحده عربي اماراتو کښې په یوه کیمپ کښې لویدیځو هیوادونو ته د انتقالیدا په تمه دي وايي د خپل نامعلوم حالت په وجه له رواني ناروغیو سره مخامخ شوي دي.
په متحده عربي اماراتو کښې د دغه کیمپ افغان کډوالو چې د کابل له نسکوریدا وروسته لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا ته د انتقالیدا په ژمنې سره دغه عرب هیواد ته بیول شوي دي په ځلونو په خپل نامعلوم برخلیک باندې اعتراض کښې مظاهرې کړي او ځینې وختونه یې کاربندیز هم کړی دی.
په متحده عربي اماراتو کښې دیره افغان کډوال وايي چې مونږ په دغه هیواد کښې د زندانیانو په شان یوو.
د افغانستان د زړګونو پناه غواړو چې د پاسه یو کال کیږي امریکا ته د انتقالیدا په ژمنې سره د متحده عربي اماراتو په شمول دریمګړو هیوادونو ته انتقال شول برخلیک تراوسه نه دی معلوم.
کابو څلویښت کاله وړاندې د پخواني شوروي د ځواکونو لخوا د افغانستان په نیواک او دغه راز له ۲۰۰۱ میلادي کال راهسې د امریکا په نیواک سره د افغانستان په میلیونونو خلک کډوال شوي دي.
د امریکا نیواکګر عسکر په افغانستان کښې د بې شمیره جنایتونو په ترسره کولو او د هیواد د روغتیايي او د اقتصادي بیخ بنایانو په تباه کولو سره په نهایت کښې د تیر میلادي کال په اګست میاشتې کښې له افغانستانه وتښتیدل.