کندز؛ سپین زر دولتي شرکت بیا فعالیت پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122518-کندز_سپین_زر_دولتي_شرکت_بیا_فعالیت_پیل_کړ
د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې پر مهال د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل یې لوټ او کارکوونکي یې بېکاره شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2022 07:45 Asia/Kabul
  • کندز؛ سپین زر دولتي شرکت بیا فعالیت پیل کړ

د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې پر مهال د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل یې لوټ او کارکوونکي یې بېکاره شول.

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ، د افغانستان د کندز ولایت ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د سپین زر دولتي شرکت د فعالیت د بیا پیلېدو خبر ورکوي.

د راپورونو له مخې په سپین زر شرکت کې د غوړو او د کاغذو تولید پیل شوی او په نږدې راتلونکې کې به یې تولیدات بازار ته وړاندې شي.

د سپین زر دولتي شرکت چې یو وخت په زرګونو کسانو په کې کار کاوه، د تېر جمهوري نظام په شل کلنه موده کې یې د بیرته فعاله کولو هڅو کومه پایله ور نه کړه.

د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې پر مهال د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل یې لوټ او کارکوونکي یې بېکاره شول.