امریکانه غواړي افغانستان په رسمیّت وپيژندل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122606-امریکانه_غواړي_افغانستان_په_رسمیّت_وپيژندل_شي
ذبیح ا....مجاهد ټینګار وکړ،کابل د اروپائي هیوادونو او امریکاپشمول له درستوهیوادونو سره په ښو اړیکو پسې دی او له امریکا او اروپائي هیوادونوغواړو،په افغانستان کې پانګونې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2022 10:03 Asia/Kabul
  • امریکانه غواړي افغانستان په رسمیّت وپيژندل شي

ذبیح ا....مجاهد ټینګار وکړ،کابل د اروپائي هیوادونو او امریکاپشمول له درستوهیوادونو سره په ښو اړیکو پسې دی او له امریکا او اروپائي هیوادونوغواړو،په افغانستان کې پانګونې وکړي.

جمهور خبری آژانس راپور ورکړ، دافغانستان د طالبانو  دموقته حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد  نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل،امریکا په نړیوالې ټولنې کې د افغانستان د په رسمیّت پيژندنې  مخه نیسي  او نه غواړی چې دغه ډله په رسمیّت وپيژندل شي.

سره له دې مجاهد ټینګار وکړ، کابل د اروپائي هیوادونو او امریکاپشمول له  درستو هیوادونو سره په ښو اړیکو پسې دی او له امریکا او اروپائي هیوادونو غواړو، په افغانستان کې پانګونې وکړي.

داپه داسې حال کې دي چې  دتیرکال اګست وروسته چې امریکا له افغانستانه په بې شرمۍ سره ووتله او طالبان قدرت ته ورسیدل،امریکا د نړیوالې ټولنې د ویندوئې په توګه  ټولو ته وبریښوله چې په افغانستان کې دې طالب حکومت په رسمیّت ونه پيژندل شي او  له دې سره سره ئې پر افغانستان نوي بندیزونه ولګول چې  د افغان ولس او نوي موقتي حکومت لپاره ئې ډيرې ستونزې راولاړې کړې چې هماغه شان ئې دغه ولس له ډیرو ترینګلتیاؤ سره مخ کړی دی.