طالبانو په امریکا کښې تښتول شوي انجلۍ ته غبرګون ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122658-طالبانو_په_امریکا_کښې_تښتول_شوي_انجلۍ_ته_غبرګون_ښودلی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت د امریکا په ویرجینیا ایالت کښې د یوه پوځي لخوا د افغانستان د یوې انجلۍ په تښتولو اعتراض وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2022 01:19 Asia/Kabul
  • طالبانو په امریکا کښې تښتول شوي انجلۍ ته غبرګون ښودلی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت د امریکا په ویرجینیا ایالت کښې د یوه پوځي لخوا د افغانستان د یوې انجلۍ په تښتولو اعتراض وکړ.

د امریکا په ویرجینیا ایالت کښې یوه پوځي د افغانستان یوه انجلۍ تښتولي ده چې اوس هم ورسره ده.

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت پرون وویل د امریکا د پوځي لخوا په زوره د افغانستان د یوې انجلۍ تښتول د انساني ارزښتونو پرخلاف چاره ده او دغه وزارت به دغه موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.

راپورونه وايي چې د افغانستان دغه تښتول شوي انجلۍ د هغه کورنۍ چې په هیواد کښې د امریکا په هوايي برید کښې یې ټول غړي وژل شوي دي یوازنې ژوندي پاتې غړي ده.

د افغانستان د طالبانو د خارجه وزارت بیانیه وايي امریکا او ملګرو یې د تیر میلادي کال په اګست میاشت کښې د افغانستان د څوارلس سوه پنځوسو ماشومانو په شمول په لسګونو زره افغانان له هیواد څخه  نورو هیوادونو ته انتقال کړي دي او دغه کسان په کیمپونه کښې اچول شوي دي چې تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم.