د افغانستان خلک باید په پخوانیو چارواکو شکایت وکړي
Oct 25, 2022 09:50 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس وايي طالبانو د افغانستان له خلکو وغوښتل د هیواد د پخوانیو چارواکو په هکله شکایتونه د غور لپاره وړاندې کړي.
د افغانستان د طالبانو له شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون ویاند احمد الله وثیق نن وویل دغه کمیسیون به د هیواد د پخوانیو حکومتونو په سیاسي شخصیتونو او چارواکو باندې د ښاریزو په شکایتونو غور وکړي.
احمد الله وثیق وویل دغه کمیسیون به د هغو سیاسي شخصیتونو پرضد چې افغانستان ته ورستانه شوي او له مصونیته برخور دي د خلکو لخوا د شکایت له کولو او د مطرح شوي شکایت د تائیدیدا په بڼه کښې په نوموړیو شکایتونو او تورونو غور وکړي.
تراوسه د افغانستان د پخوانیو حکومتونو په سلګونو لوړرتبه چارواکي او شخصیتونه هیواد ته ستانه شوي او طالبانو یې شمیر درې سوه اویا تنه اعلان کړی دی.
ټیګونه