د بلخ امنیتي چارواکي وایی د ډاکټرانو امنیت تامین شوی دی
دوی وايي، په ورته وخت کې له مزارشريف ښار څخه د عمومي جراح ډاکټر عبدالقيوم حکيمي د زوی تښتول کېدل، د بلخ سيمه ييزو چارواکو د ډاکټرانو د امنيت د تامينولو ژمنه کړې وه. خو یو ځل بیا په دغه ولایت کې یو ډاکټر وژل شوی دی.
په بلخ کې د یوه متخصص ډاکټر له وژل کېدو وروسته د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي چې پر جوماتونو او عامه ځایونو د بریدونو په ترسره کولو کې د دښمن له ناکامۍ وروسته دا ځل هڅه کوي چې د ډاکټرانو په نښه کولو سره ترهګري رامنځته کړي. خو د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره هڅې روانې دي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د عمومي جراحۍ یو مشهور متخصص د مزارشریف ښار د اوومې امنیتي حوزې کې د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
د دغه متخصص وژل کېدو یو ځل بیا په بلخ کې د ډاکټرانو په ګډون د بېلابېلو سکتورونو اندېښنې راپارولې دي.
دوی وايي، په ورته وخت کې له مزارشريف ښار څخه د عمومي جراح ډاکټر عبدالقيوم حکيمي د زوی تښتول کېدل، د بلخ سيمه ييزو چارواکو د ډاکټرانو د امنيت د تامينولو ژمنه کړې وه. خو یو ځل بیا په دغه ولایت کې یو ډاکټر وژل شوی دی.
خو د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د ډاکټرانو د امنیت لپاره کار روان دی.
د بلخ د پولیسو ویاند محمد اصف وزیري نن افغان غږ خبری آژانس ته وویل په جوماتونو او عامه ځایونو کې د ځانمرګو بریدونو له ناکامولو وروسته، دا ځل دښمن هڅه کوي چې د ډاکټرانو په ګډون د ملکي وګړو په نښه کولو سره په ټولنه کې وېره رامنځته کړي. خو موږ هڅه کوو چې د دې ډلې امنیت تامین کړو.
هغه زیاته کړه، د ډاکټرانو د امنیت د تامین لپاره پر میکانیزم کار روان دی او ډاکټرانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د دوی امنیت به تامین کړي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا، د ډاکټر شارق د وژنې عاملين هم مطلوب دي او ډېر ژر به ونيول شي.