طالبان وايي د نوې پوځ دغړیو شمېر یونیم لکوته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122848-طالبان_وايي_د_نوې_پوځ_دغړیو_شمېر_یونیم_لکوته_رسیدلی
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرمفتش وویل چې اوسنی ځواک د هیواد ټولې پولې کنټرولوي او ګاونډي هیوادونه باید د افغانستان په اړه امنیتي اندېښنه ونه لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2022 02:08 Asia/Kabul
  • طالبان وايي د نوې پوځ دغړیو شمېر یونیم لکوته رسیدلی

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرمفتش وویل چې اوسنی ځواک د هیواد ټولې پولې کنټرولوي او ګاونډي هیوادونه باید د افغانستان په اړه امنیتي اندېښنه ونه لري

 

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي چې د دوی د دفاعي ځواکونو شمېر یولکو ۵۰ زرو ته رسیدلی او نور به هم زیات شي.

د  افغانستان دفاع وزارت عمومي سرمفتش لطیف ا... حکیمي د کابل له یوې ځايي رسنۍ سره په مرکه کې ادعا وکړه چې اوسنۍ ملي اردو د پخوانۍ  پوځ په اپوټه د هیواد د ملي ګټو دفاع کوي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرمفتش وویل چې اوسنی ځواک د هیواد ټولې پولې کنټرولوي او ګاونډي هیوادونه باید د افغانستان په اړه امنیتي اندېښنه ونه لري.

اردو ټولو هیوادونو ته د امنیت د ټینګولو او د قاچاق د مخنیوي په اړه پر خپلو ورکړیو ژمنو ولاړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تاجکستان په وروستیو کې ادعا وکړه چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستان څخه تاجکستان ته د نشه ایزو موادو قاچاق زیات شوی دی.

له بلې خوا روسیې ادعا وکړه چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ترهګرۍ ډلې فعالې دي او دا ډلې ۹ زره غړي لري چې دا ګاونډیو هیوادونو ته لوی ګواښ پېښولی شي .