متقي په کابل کښې د قطر له سفیر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123046-متقي_په_کابل_کښې_د_قطر_له_سفیر_سره_وکتل
افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست په کابل کښې د قطر د سفیر په کتنه کښې د طرفینو ملګرتاوې نه هیریدونکې وبللې
(last modified 2023-10-01T04:20:45+00:00 )
Nov 02, 2022 07:56 Asia/Kabul
  • متقي په کابل کښې د قطر له سفیر سره وکتل

افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست په کابل کښې د قطر د سفیر په کتنه کښې د طرفینو ملګرتاوې نه هیریدونکې وبللې

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل: د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کښې د قطر له سفیر سعید بن مبارک الخیارین سره ملاقات کړی دی.

کابل کښې د قطر سفیر په دغه ملاقات کښې وویل چې هیواد یې په افغانستان کښې د یوې خیریه موسسې د دفتر د پرانستلو نیت لري او غواړي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې پراخې کړي.

په دغې کتنې کښې امیر خان متقي هم د طالبانو له حکومت سره د قطر د ملګرتیاؤ قدرونه وکړه.

قطر د طالبانو هغه ملاتړی هیواد دی چې د طالبانو او امریکې ترمینځ د دوحې د موافقې په لاسلیکیدو کښې یې د مینځګړي رول درلود. طالبانو له کلونو راهیسې د قطر په پلازمینې دوحه کښې مرکزي دفتر لري.