امریکاله افغانستان سره د انسان دوستۍ دمرستو دبرخلیک د روښانه کیداخنډشوی
جوزف بایډن حکومت په داسې حال کې له افغانستان سره د انسان دوستۍ دمرستو په باب دسیګار ادارې دڅیړنو مخنیوی کوي،چې سپينه ماڼۍ مدعي ده له افغانستان سره ئې یو اعشاریه یو میلیارډ ډالري مرستې کړي ډي.
د افغانستان په بیا رغونې کې د امریکا ځانګړی پلټونکي د جوزف بایډن په حکومت له افغانستان سره د انسان ددوستۍ دیو اعشاریه یو میلیارډالري مرستو په باب د څيړنو په بهیرکې د خار پار اچولو په دلیل نیوکې وکړې.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د سیګار په نامې سره د افغانستان دبیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي پلټونکي جان سپکو چې د امریکا د حکومت په وسیله دمصرف شوو لګښتونو د نغرلو په باب په نیوکو مشهور دی،ووئیل،د جوزف بایډن حکومت افغانستان سره د انسان دوستۍد یواعشاریه یو میلیارډ ډالري مرستو په باب ددغه اورګان د څيړنومخه نیسي.
جان سپکو پخپل وروستي راپورکې وئيلي دي،د تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د امریکا د حکومت د څو ادارو د نه ملګرتیا په دلیل،د امریکا کانګرس او ولس ته د امریکائي حکومت د لګښتونو د بشپړ رابور د وړاندې کولو جوګه نه دی.
بلومبرګ خپرونې هم راپور ورکړی دی،د سیګار په راپور کې روښانه شوې ده،د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې،او د خزانې وزارت په کلی توګه له ملګرتیا ډډه کړې ده،په داسې حال کې چې دامریکا خارجه وزارت یوازې له سترو بودجو سره اړونده احصائې شریکې کړي دي.
جوزف بایډن حکومت په داسې حال کې له افغانستان سره د انسان دوستۍ دمرستو په باب دسیګار ادارې دڅیړنو مخنیوی کوي،چې سپينه ماڼۍ مدعي ده له افغانستان سره ئې یو اعشاریه یو میلیارډ ډالري مرستې کړي ډي.