د افغانستان له خاورې به د بل هیواد پرضد اقدام ونشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123276-د_افغانستان_له_خاورې_به_د_بل_هیواد_پرضد_اقدام_ونشي
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته کابینې د مشر مرستیال عبدالسلام حنفي د قزاقستان د ولسمشر له استازي سره په کتنه کښې وویل:د افغانستان له خاورې به د هیڅ هیواد پرضد اقدام ونشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2022 01:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان له خاورې به د بل هیواد پرضد اقدام ونشي

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته کابینې د مشر مرستیال عبدالسلام حنفي د قزاقستان د ولسمشر له استازي سره په کتنه کښې وویل:د افغانستان له خاورې به د هیڅ هیواد پرضد اقدام ونشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم څه موده مخکې د قزاقستان په ناکراریو کښې د افغانستان د ښاریزو د رول په هکله د روسیې د ځینو چارواکو د څرګندونو په ردولو سره ویلي وو : مونږ په کلکه دغه ادعا ردوو.

د طالبانو د موقته کابینې د مشر مرستیال عبدالسلام حنفي د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي طلعت بیک مصدق اف سره په پرونۍ کتنې کښې د سیمې د امنیتي  مسائیلو او د افغانستان د اوسنیو شرایطو په هکله خبرې وکړې.

عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کښې ټيڼګار وکړ طالبان هیڅ وسله والې ډلې ته په افغانستان کښې د فعالیت اجازه نه ورکوي او د افغانستان له خاورې به هیڅ هیواد ته ګواښ ونشي.

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال شیر محمد عباس استانکزي هم د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي طلعت بیک مصدق اف سره په کتنه کښې ټینګار وکړ افغانستان هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د دغه هیواد له خاورې د نورو هیوادونو پرضد استفاده وکړي.

سره له دې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بیک مصدق اف په دغه کتنې کښې وویل د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې د یوشمیر ډلو فعالیتونه زمونږ د هیواد امنیت ته ګواښ کولی شي.

هغه وویل د طالبانو موقته حکومت باید له دا ډول ډلو سره د مقابلې لپاره جدي اقدام ترسره کړي.