افغانستان کښې د داعش ډلې دوه مهم غړي وژل شوي
Nov 10, 2022 00:52 Asia/Kabul
شین هوا خبري اژانس وايي د افغانستان پولیسو د هیواد په ختیځ کښې د داعش ترهګرې ډلې د دوو مهمو غړیو د وژل کیدا خبر ورکړ.
د افغانستان په کونړ ولایت کښې د طالبانو د پولیسو قومندان عبدالحق حقاني وویل د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کښې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې د داعش ډلې دوه مهم غړي وپيژندل شول او ووژل شول.
دغه دوه وژل شوي ترهګر صفت الله چې لقب یې رضوان او عبدالرحمان وو د داعش ترهګرې ډلې قضايي چارواکي وو.
واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د کابل په شمول د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې ترهګرو حملو او بم چاودنو دوام لرلی چې له کبله یې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي هم دي.
د اکثرو ترهګرو حملو او بم چاودنو مسوولیتونه داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستي دي.
ټیګونه