د افغانستان د کډوالو شمیر تر خطرناک حده په زیاتیدا دی
د شوروي د سرۀپوځ له خوا او همداراز له ۲۰۰۱کال څخه د امریکائي پوځیانو په لاس د افغاسنتان په نیواک سره له څه دپاسه څلورو لسیزو راهسې ،په میلیونونو افغانان کډه په سر او بې کوره شوي دي.
طلوع خبری سایټ راپور ورکړی،د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لوړ کمیشنر فیلیپو ګرنډي د چارشنبې په شپه ووئیل،افغانستان د نړۍ په هیوادونو کې تر ټولو زیات بې کوره او کډوال لري.
له دې مخکې هم نړیوالو اورګانونو د افغانستان د بد انساني او اقتصادي حالاتو په باب خبرداری ورکړی دی.
د امریکائي پوځيانوپه لاس له شل کلنې نیواکګرۍ له امله جنګ او ناکرارئ،بې شمیره افغانان له خپلو کورونو کوچولي او خونې ئې ورته ورانې کړي دي او په یووخت په دغه هیواد کې د بې وځلۍ زیاتیدا کډوالۍ ته د خلکو ګروهنه زیاته کړې ده . په دغه شان شرائطو کې په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت د بندیزونو او دغه راز په امریکا کې د افغانستان د مرکزی بانک دشتمنیو د کنګل کیدا په دلیل،له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی اود خلکو د اړتیاؤ د پوره کولو جوګه نه دی.
د امریکا پوځ په افغانستان کې له شلک کلنې نیواکګرۍ او له ډيرو بې شمیره جنایتونو پسې د روغتیائي او اقتصادي بیخ بینائیو په نابودلو سره بلاخره د ۲۰۲۱کال د اګست په وروستیو کې په بې شرمئ او سرټيټئ سره له افغانستانه ووتل او ددغه هیواد قدرت ئې طالبانو ته وسپارۀ.