ننګرهارکې زیاته اندازه وسلې او مهمات ونیول شول
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي وایي ددې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې امریت کارکونکو په یو ځانګړې اقدام کې په جلال اباد ښار کې درې تنه له زیاته اندازه وسلو او مهماتو سره نیولي دي .
د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل په دې وسلو کې درې څلویښت میله تومانچې،درې میله ایم فور ټوپکونه ، اوه زره فیره د تفنګچو مرمۍ.شاجورونه او نور پوځي تجهیزات شامل دي.
عبدالبصیر زابلي وویل نیول شوي کسان به چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی د لومړنیو پلټنو او پوښتنو ګرویګنو تر بشپړولو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار ولایت کې وسلې او مهمات نیول کیږي بلکې تر دې وړاندې هم په زیاته اندازه وسلې او مهمات چې بهر ته یې د قاچاق هڅه کیده نیول شوي او لسګونه تنه یې په تور نیول شویدي.