د افغانستان ګاونډیانو له طالبانوسره د تعامل پردوام ټینګاروکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123658-د_افغانستان_ګاونډیانو_له_طالبانوسره_د_تعامل_پردوام_ټینګاروکړ
کاظمي قمي وویل، یوه له اصلي اندېښنو څخه په افغانستان کې د امریکايي نیابتي ترهګرو ډلو شتون دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2022 01:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان ګاونډیانو له طالبانوسره د تعامل پردوام ټینګاروکړ

کاظمي قمي وویل، یوه له اصلي اندېښنو څخه په افغانستان کې د امریکايي نیابتي ترهګرو ډلو شتون دی.

په مسکو کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د استازو د غونډې د پرانیستې په مراسمو کښې د یوشمیر هیوادونو استازیو په افغانستان کښې د امریکې په ملاتړ د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړه. دوی د ټول شموله حکومت پر جوړولو د ټینګار ترڅنګ له طالبانو سره د اړیکو پر ساتلو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د روسیې استازی وايي، مسکو د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې ترڅنګ د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې له حضور څخه اندېښمن دی.

کابلوف ویلي، روسیه د افغانستان له اوسني مشرتابه سره خپلې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې د خلکو په ګډون ساتي.

د روسيې استازي وويل چې له امريکا څخه په کلکه غواړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې کړي.

د افغانستان په چارو کې د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمی هم  وويل چې ايران تل په خپلو صادراتو سره د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره هلې ځلې کړې دي.

 د ایران استازي یادونه وکړه چې د یوه ټول شموله حکومت جوړول به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان سیاسي دریځ برابر کړي.

 کاظمي قمي وویل، یوه له اصلي اندېښنو څخه په افغانستان کې د امریکايي نیابتي ترهګرو ډلو شتون دی.

د ایران استازي وویل: وخت په چټکۍ سره تیریږي، که موږ د افغانستان وضعیت مدیریت نه کړو، کیدای شي وضعیت نور هم خراب شي.

هغه وویل چې ایران په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه یوه لویه غونډه جوړه کړي.

د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړي استازي ياو شياونګ په دې غونډه کې وويل چې ټول هېوادونه بايد د افغانستان د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي. هغه زیاته کړه چې بیجینګ تل د افغانستان له خلکو سره مرستې ته چمتو دی.

 د چین ځانګړي استازي زیاته کړه: امریکا د افغانستان د شتمنیو په بندولو سره د دغه هیواد د اوسني وضعیت اصلي عامل دی.

په مسکو کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د ګاونډیو هېوادونو ایران، روسیې، چین، هند، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او نورو هېوادونو په ګډون جوړ شوي