په ډنډ پټان کې د افغان او پاکستاني سرتېرو جګړه
د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، تېر مازدیګر ناوخته په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ پر فرضي کرښې د «خرلاچي» په دروازه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ۴۰ دقیقې جګړه شوې ده.
د پکتیا د والي ویاند «ادم خان اوریاخېل» مسیر ته ویلي چي جګړه هغه وخت رامنځ ته شوه، کله چې د پاکستاني ځواکونو له لوري په هغو ناروغانو ډزې وشوې چې دغه هېواد ته د درملنې لپاره روان وو.
نوموړي د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
تېره ورځ د کندهار په سپين بولدک کې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې له کبله یې له تېرو څو ورځو راهیسې د سپین بولدک او چمن لاره تړل شوې ده.
د کندهار سوداګرۍ خونه وايي د سپین بولدک – چمن ترمنځ لارې تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په وچه او تازه مېوه، سبزجاتو او نور خوراکي او غیر خوراکي توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستال عبدالباقي بینا وايي، که دغه لاره خلاصه نشي دواړو لورو ته سخت زیانونه واوړي.
دغه راز یو شمېر مسافر چې ناروغان هم ورسره دي دامهال د کندهار په هوټلونو او اډو کې د لارې خلاصېدو ته انتظار کوي.