د افغانستان منزوي کول د ګټې په ځاي تاوانونه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123742-د_افغانستان_منزوي_کول_د_ګټې_په_ځاي_تاوانونه_لري
د ازبکستان خارجه وزیر ټينګار وکړ، چې د طالبانو حکومت باید د میرمنو  حقوقو او د ټولشموله حکومت جوړیدا ته د احترام په سترګه د کتو په اړه د نړیوالې ټونلې غوښتې ومني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2022 08:11 Asia/Kabul
  • د افغانستان منزوي کول د ګټې په ځاي تاوانونه لري

د ازبکستان خارجه وزیر ټينګار وکړ، چې د طالبانو حکومت باید د میرمنو  حقوقو او د ټولشموله حکومت جوړیدا ته د احترام په سترګه د کتو په اړه د نړیوالې ټونلې غوښتې ومني.

افغانستان چې  دامریکا له شل کلن نیواک سره سره ئې اقتصادي او روغتیائی بیخ بینائي تاسیسات تباه شوي دي ،همدااوس له انساني،اقتصادي او خوراکي بحران سره لاس اوګریوان دی . د طالبانو دحکومت نه پيژندل چې په افغانستنا کې ئې قدرت د تیر کال له اګسته په اختیار کې اخستی ، ددغه هیواد شرائط ئې لاپيچلي او ترینګلي کړي دي.

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د ازبکستان خارجه وزیر ولادیمیر نوروف پرون د مینځني ختیځ  دهیوادونو او اروپائي اتحادئې په غونډې کې د افغانستان په منزوي کولو باندې په نیوکو سره پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، څو ددغه هیواد ولس دې هیر نشي.

د ازبکستان خارجه وزیر ټينګار وکړ، چې د طالبانو حکومت باید د میرمنو  حقوقو او د ټولشموله حکومت جوړیدا ته د احترام په سترګه د کتو په اړه د نړیوالې ټونلې غوښتې ومني.

داپه داسې حال کې دي چې  امریکا او ځينو متحدو اروپائي هیوادونو ئې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدا پسې په ځينو چټي پلموسره د افغانستان د ولس کابو لس میلیارډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړي دي چې  دافغان ولس اقتصادي او ا نساني وضعیّت ئې لا ترینګلی کړی دی.