کابل ښار کې چاودنه شوې
-
فایل فوټو
کابل ښار کې سرچینې وايي چې تیرماخوستن په پروانسه سیمه کې پر یوه موټر چاودنه شوې ده.
له کابله زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، سرچینه د چاودنې د څرنګوالي او دا چې له کبله یې چا ته مرګ ژوبله اوښتې، کهنه، څه نه وايي.
بل خوا پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي یو موټر د چاودنې ښکار ګرځېدلی او ټول سوځېدلی هم دی.
په دې ویډیو کې یو کس له چا سره خبرې کوي او ورته وايي چې چاودنه د پرواندو او پروانسه منځ کې شوې ده.
دا چې دغه موټر دولتي دی که شخصي، تر اوسه یې په اړه معلومات نشته.
د کابل امنیتي مسوولانو هم تر اوسه د چاودنې په اړه څه نهدي ویلي.
اخوا په تخار ولایت کښې چارواکو ویلي چې د دغه ولایت په مرکز کښې پرون مازیګر په شوې چاودنه کښې څوک نه دي مړه شوي.
د تخار د پولیسو ویاند عبدالمبین صافي وویل چې چاودنه د ولایت د مرکز تالقان ښار په اولې امنیتي ناحیې کښې د لاسي بم له امله رامینځته شوې ده چې مرګ ژوبله نه لري.
تیره اونۍ هم په هم دغې سیمې کښې ورته چاودنه شوې وه چې هغې هم تلفات نه درلودل.