د طالبانو حکومت د اندونیشیا له حکومت سره خواخوږي څرګنده کړه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اندونیزیا په لويديز جاوا ولايت کې د پرونۍ زلزلې له کبله په اوښتو زيانونو خواشيني څرګنده کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، تکل وايي، د طالبانو حکومت په دې زلزله کې د ګڼ شمېر کسانو په تلفاتو او مالي زيانونو د ژورې خواشينۍ څرګندونه کوي او د دوست هيواد اندونيزيا حکومت او ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
همدارنګه د طالبانو حکومت د پیښې قربانیانو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلي شفا دعا کړې ده.
دا په داسې حال کښې دي چې د انډونیشیا په لویدیځ کښې پرون د ۵.۶ ریکټره زورورې زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۶۲ ته ورسیده او سلګونه تنه زخمیان او زیاتره لاهم بې درکه دي.
د جاوا ولایت والي رضوان کمیل وویل: تراوسه ۱۶۲ تنه مړه شوي دي چې زیاتره په کښې ماشومان دي.
د کمیل په وینا د زلزلې له امله ۳۲۶ کسان زخمي شوي دي.