متقی: له ګاونډیو سره د افغانستان سوداګري ښه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124016-متقی_له_ګاونډیو_سره_د_افغانستان_سوداګري_ښه_شوې_ده
په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې امیرخان متقی وویل: په هرات ولایت کې چې له ترکمنستان او ایران سره ګډه پوله لري، سوداګرۍ لپاره یې هڅې روانې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2022 01:23 Asia/Kabul
  • متقی: له ګاونډیو سره د افغانستان سوداګري ښه شوې ده

په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې امیرخان متقی وویل: په هرات ولایت کې چې له ترکمنستان او ایران سره ګډه پوله لري، سوداګرۍ لپاره یې هڅې روانې دي.

 

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانستلو په موخه هرات ولایت ته د سفر پر مهال وویل، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې چې طالبان په فعالیت بوخت دي، له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري ښه شوې ده.

افغان غږ خبری آژانس وایی په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې امیرخان متقی وویل: په هرات ولایت کې چې له ترکمنستان او ایران سره ګډه پوله لري، سوداګرۍ لپاره یې هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه: په تیرو پنځلسو میاشتو کې چې د اسلامي امارت په فعالیت پیل کړی، له ګاونډیو هیوادونو سره تجارت ښه شوی دی.

ښاغلي متقي یادونه وکړه: د دې ولایت امنیت ښه دی او د هرات په شان ولایت کې باید ښه خدمات ترسره شي.

ده  ټینګار وکړ: په داسې یو حالت کې چې په هېواد او په تېره بیا په دغه ولایت کې امنیت ښه دی، د اسلامي امارت ټول مسؤلین باید هڅه وکړي چې په بېلابېلو برخو کې لکه صنعت، تعلیم او له خلکو سره د تعامل په برخه کې کار وکړي. په همدې حال کې په هرات کې دبهرنيو چارو وزارت مرستيال رحمت ا... فيضان وايي: دغه ترميم په دريو پوړونو کې جوړ شوى او لګښت يې ٤٢ ميليونه افغانۍ دى.