چین: نړيوالو سره له ګډ دريځ پرته د افغانستان ستونزه نه حلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124020-چین_نړيوالو_سره_له_ګډ_دريځ_پرته_د_افغانستان_ستونزه_نه_حلیږي
د چین ځانګړي استازي زياته کړې، چې له داسې دريځ رامنځته کیدو پرته د افغانستان د بشري او ټولنيز ناورين حلیدل ممکن نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2022 02:01 Asia/Kabul
  • چین: نړيوالو سره له ګډ دريځ پرته د افغانستان ستونزه نه حلیږي

د چین ځانګړي استازي زياته کړې، چې له داسې دريځ رامنځته کیدو پرته د افغانستان د بشري او ټولنيز ناورين حلیدل ممکن نه دي.

د افغانستان لپاره د چین د ولسمشر ځانګړي استازي یو شیائویونگ له خپل ازبکستاني سيال عصمت ا...ايرګاشف سره د ليدنې پر مهال د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.

د ازبکستان رسنيو د چینایي استازي په حواله لیکلي، چې نوموړي د افغانستان په اړه نړيوالو سره پر ګډ او روښانه دريځ رامنځته کیدو ټینګار کړی.

د چین ځانګړي استازي زياته کړې، چې له داسې دريځ رامنځته کیدو پرته د افغانستان د بشري او ټولنيز ناورين حلیدل ممکن نه دي.

د راپور له مخې، چينايي او ازبکستاني استازو په دې برخه کې د ګډو همکاريو ژمنه هم سره کړې ده.

دواړو لوريو په افغانستان کې د زيربنايي پروژو، په ځانګړي ډول د انرژۍ، ټرانسپورټ او لوژیستیک برخو کې د پروژو په ارزښت هم خبرې سره کړي.

چين او ازبکستان دواړه د طالبانو له نږدې سیمه ییزو ملاتړو هېوادونو څخه دي.

دا او نور سیمه ییز هېوادونه له طالبانو سره ښې اړيکې لري او په مختلفو برخو کې همکارۍ ورسره لري.