په افغانستان کې نورزرجوماتونه فعال شوي دي
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تر اوسه ۴۰۰ جوماتونه په کابل، ۱۱۴ جوماتونه په بدخشان، ۱۴۷ جوماتونه په میدان وردګو، ۱۳۲ جوماتونه په لوګر، ۱۷۱ جوماتونه په پروان او ۱۸ جوماتونه په اروزګان کې فعال شوي دي.
د طالبانود امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په افغانستان کې د ۱۰۰۰ جوماتونو د فعالولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس وایی د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی دی چې دغه شمیر جوماتونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د فعالو محتسبانو له خوا جوړ شوي دي.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تر اوسه ۴۰۰ جوماتونه په کابل، ۱۱۴ جوماتونه په بدخشان، ۱۴۷ جوماتونه په میدان وردګو، ۱۳۲ جوماتونه په لوګر، ۱۷۱ جوماتونه په پروان او ۱۸ جوماتونه په اروزګان کې فعال شوي دي.
د دې جوماتونو ملایان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر زارت له خوا ټاکل شوي دي.،خو اکثره ملایان او امامان د خپلو معاشونو او امتیازاتو له کموالي شکایت کوي.