د افغانستان په دایکندي ولایت کښې نښته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124092-د_افغانستان_په_دایکندي_ولایت_کښې_نښته_شوې
د طالبانو د کابینې ویاند په دایکندي ولایت کښې په تازه رامینځته شویو نښتو کښې د لسو کسانو وژله تایید کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2022 03:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان په دایکندي ولایت کښې نښته شوې

د طالبانو د کابینې ویاند په دایکندي ولایت کښې په تازه رامینځته شویو نښتو کښې د لسو کسانو وژله تایید کړه

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې ذبیح ا.. مجاهد پرون د افغانستان په دایکندي ولایت کښې د وروستۍ نښتې په غبرګون کښې وویل چې په دغې نښتې کښې د یو طالب ځواک او نهو وسله والو شورشیانو په شمول لس کسان  وژل شوي او د دوو طالبانو او څلورو وسله والو په شمول شپږ کسان زخمي شوي دي.

مجاهد په دې خبرې سره چې په دغې نښتې کښې د وسله والو مخالفانو یوه ډله وځپلې شوه، زیاته کړه: نښته هغه مهال پیل شوه چې یوشمیر وسله وال د دایکندي ولایت په (سیوک) نومي کلي کښې دیره شوي وو او طالبانو د سیمې دوه کسان ورواستول چې له هغوي د وسلو د غورځولو غوښتنه وکړي او طالبانو ته تسلیم شي.

مجاهد زیاته کړه: د طالبانو له هلوځلو سره سره، وسله والو کسانو د خپلو وسلو د ورسپارلو نه ډډه وکړه او بیا طالبان مجبور شول چې برید پرې وکړي او نښته پیل شوه.

په عین حال کښې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم په دې اړه ویلي چې د دې نښتې په وژل شویو کښې هیڅ ماشوم نشته خو له بلې خوا د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ بسپنه مدعه شوې چې په دې نښته کښې څلور ماشومان مړه شوي دي.