طالبانو د تاجکستان او فرانسې د ولسمشرانو خبرو ته غبرګون وښود
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل: هیوادونه باید د خپلو اړیکو د ټینګولو او برابرولو په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي او په خپل وار سره ګامونه پورته کړي، خو د امنیتي وضعیت په اړه چې سوله او ثبات دی، هغه د سولې او ثبات په برخه کې دی او د هیواد ټوله خاوره تر بشپړ امنیت لاندې ده.
د طالبانو د ویاند مرستیال د تاجکستان او فرانسې د ولسمشرانو ترمنځ د ټیلیفوني خبرو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامین دی او د اندیښنې وړ خبره نه ده.
افغان غږ خبری آژانس وایی د تاجکستان د ولسمشر دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د افغانستان پر سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې.
د دې ټلیفوني خبرو په ځواب کې طالبان وايي چې په افغانستان کې سوله او ثبات تضمين دی او د اندېښنې وړ خبره نه ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل: هیوادونه باید د خپلو اړیکو د ټینګولو او برابرولو په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي او په خپل وار سره ګامونه پورته کړي، خو د امنیتي وضعیت په اړه چې سوله او ثبات دی، هغه د سولې او ثبات په برخه کې دی او د هیواد ټوله خاوره تر بشپړ امنیت لاندې ده.
یو شمېر سیاسي کارپوهان په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه ګڼي.