نړۍ باید د افغانستان پر وړاندې د امریکا په تعصبي کړنوغبرګون وښيي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124160-نړۍ_باید_د_افغانستان_پر_وړاندې_د_امریکا_په_تعصبي_کړنوغبرګون_وښيي
د خصوصي سکټور چارواکي په دې باور دي چې د امریکا له خوا د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو بندول په هېواد کې د فقر د کچې د لوړېدو لامل شوی دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 28, 2022 11:15 Asia/Kabul
  • نړۍ باید د افغانستان پر وړاندې د امریکا په تعصبي کړنوغبرګون وښيي

د خصوصي سکټور چارواکي په دې باور دي چې د امریکا له خوا د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو بندول په هېواد کې د فقر د کچې د لوړېدو لامل شوی دی.

 

د خصوصي سکټور چارواکي ټینګار کوي، چې د امریکا له لوري د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو بندول په هېواد کې د بې وزلۍ د کچې د لوړېدو لامل شوی، دوی زیاتوي، چې ټوله نړۍ باید د غربي هېوادونو د متعصبو کړنو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحادیې د منجمد پیسو د خلاصون په تړاو مطبوعاتي کنفرانس د اسلامي امارت د مسؤلینو په حضور کې په کابل کې ترسره شو.

د خصوصي سکټور چارواکي په دې باور دي چې د امریکا له خوا د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو بندول په هېواد کې د فقر د کچې د لوړېدو لامل شوی دی. دوی زیاتوي چې ټوله نړۍ باید د غربي هېوادونو او امریکا د متعصبو کړنو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو د ټولنې رئیس شیرباز کمین زاده وویل: صنعتکاران او دولت باید د افغانستان د ودانولو لپاره په ګډه کار وکړي.

هغه وویل، له نړیوالې ټولنې د خصوصي سکټور غوښتنه دا ده چې د افغانستان کنګل شوې پیسې وباسي او دا کار به د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په ګټه وي.

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرا...خیرخواه هم وویل: د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د بندیدو لپاره د افغانانو په وړاندې د امریکا له جبر پرته بل دلیل نشته.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانود حکومت له بيا جوړېدو سره د امريکا له لوري د هېواد د بهرنيو اسعارو له ۹ ميلياردو ډالرو څخه زياتې زېرمې بندې شوې او افغان ښاريانو او سوداګرو په وار وار د دې پيسو د خلاصون غوښتنه کړې ده.