د ۴۰ میلیونو ډالرو یوه بله مرسته هم کابل ته ورسېده
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، دغه مرستې له افغانستان سره د بشري مرستو د یوې برخې په توګه د کابل په یوه سوداګریز بانک کې شوې دي.
د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په دوام کی د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو یوه بسته کابل ته راورسېده او د کابل په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوه.
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، دغه مرستې له افغانستان سره د بشري مرستو د یوې برخې په توګه د کابل په یوه سوداګریز بانک کې شوې دي.
د افغانستان دمرکزي بانک د شمېرو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه څه باندې یو میلیارد او ۶۷۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
تر اوسه د دغو مرستو د کارولو په اړه معلومات نشته او دا چې تر اوسه یې څومره کارول شوي دي هم روښانه نه ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، دغه مرستې په سوداګریز بانک کې زیرمه شوي او طالبانو ته نه رسیږي.