د ایران په ګډون سره د کابل نړیوال نندرتون پیل شو
تسنیم خبري اژانس وايي د کابل نړیوال نندرتون د ایران د شرکتونو په ګډون سره پرانیستل شوی دی.
«افغانستان د بې شمیره فرصتونو د ټاټوبي» په نوم نندرتون کښې چې له نن څخه تر اوو ورځو پورې په کابل کښې دوام لري د ایران د شرکتونو په شمول کابو اوه سوه داخلي او خارجي شرکتونه ګډون لري.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د تجارت او د پانګونې د کوټې مشر محمد یونس مومند وویل حاضردمه د افغانستان د تاجرانو او د پانګه اچونکو یوازنی اساسي مشکل د بانک مشکلات دي چې حکومت باید هغه حل کړي.
د افغانستان د طالبانو مشر ملا هیبت الله خوند زاده هم د دغه نړیوال نندرتون د پرانیستلو په مناسبت په یوه پیغام کښې وویل په افغانستان کښې د پانګونې فرصت برابر شوی او افغان تاجران او پانګوال له هیڅ ویرې پرته په هیواد کښې پانګونه وکړي.
د طالبانو د حکومت د مشر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم وویل په هیواد کښې د داخلي او د خارجي پانګونې لپاره ښه شرایط برابر شوي دي.
امریکا په چټي پلمو سره د افغانستان پرضد بایکاټونو لګولو سره د هیواد کابو لس میلیارډه ډالره کنګل کړي دي چې دغه چاره د افغانستان د اقتصادي حالت د کړکیچن کیدا سبب شوي ده.