د ایران په ګډون سره د کابل نړیوال نندرتون پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124334-د_ایران_په_ګډون_سره_د_کابل_نړیوال_نندرتون_پیل_شو
تسنیم خبري اژانس وايي د کابل نړیوال نندرتون د ایران د شرکتونو په ګډون سره پرانیستل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2022 12:59 Asia/Kabul
  • د ایران په ګډون سره د کابل نړیوال نندرتون پیل شو

تسنیم خبري اژانس وايي د کابل نړیوال نندرتون د ایران د شرکتونو په ګډون سره پرانیستل شوی دی.

«افغانستان د بې شمیره فرصتونو د ټاټوبي» په نوم نندرتون کښې چې له نن څخه تر اوو ورځو پورې په کابل کښې دوام لري د ایران د شرکتونو په شمول کابو اوه سوه داخلي او خارجي شرکتونه ګډون لري.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د تجارت او د پانګونې د کوټې مشر محمد یونس مومند وویل حاضردمه د افغانستان د تاجرانو او د پانګه اچونکو یوازنی اساسي مشکل د بانک مشکلات دي چې حکومت باید هغه حل کړي.

د افغانستان د طالبانو  مشر ملا هیبت الله خوند زاده هم د دغه نړیوال نندرتون د پرانیستلو په مناسبت په یوه پیغام کښې وویل په افغانستان کښې د پانګونې فرصت برابر شوی او افغان تاجران او پانګوال له هیڅ ویرې پرته په هیواد کښې پانګونه وکړي.

د طالبانو د حکومت د مشر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم وویل په هیواد کښې د داخلي او د خارجي پانګونې لپاره ښه شرایط برابر شوي دي.

امریکا په چټي پلمو سره د افغانستان پرضد بایکاټونو لګولو سره د هیواد کابو لس میلیارډه ډالره کنګل کړي دي چې دغه چاره د افغانستان د اقتصادي حالت د کړکیچن کیدا سبب شوي ده.