د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر اماراتو ته سفروکړ
دا عربي هېوادونو ته د دفاع د سرپرست وزیر دویم بهرنی سفر دی.
د طالبانو دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد اماراتو ته ړلاړ دی .
دطالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مولوي محمد یعقوب مجاهد د دغه سفر موخه د اماراتو له مشرانو او په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو سره لیده کاته او له عربي هېوادونو سره د حکومت د اړیکو ټینګول بللی دي.
دا عربي هېوادونو ته د دفاع د سرپرست وزیر دویم بهرنی سفر دی. نوموړي تر دې مخکې قطر ته هم سفر کړی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې په ځانګړې توګه د پوځي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.
په تېرو کلونو کې اماراتو تل هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل نفوذ او حضور پراخ کړي، خو دغه هېواد او نورو عربي هېوادونو افغانستان ته تر ټولو کمه بشري مرستې رسولې دي.
په تېرو میاشتو کې د متحده عربي اماراتو د GAAC شرکت د کابل په ګډون د افغانستان په څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو کې د تخنیکي خدمتونو او مسافرینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد ترلاسه کړ.
په مقابل کې افغان ښاریزو په اماراتو کې لویه پانګونه کړې ده.