امریکاهڅه کوي په کابل کې د سفارتونو د فعالیت مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124404-امریکاهڅه_کوي_په_کابل_کې_د_سفارتونو_د_فعالیت_مخه_ونیسي
 داعش ترهه ګرې ډلې په پاکستان سفارت د حملې پړه غاړه اخیستی ده او ویل شوی دی چی د افغان  امنیتی عسکرو یو کس هم نیولې دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2022 08:26 Asia/Kabul
  • امریکاهڅه کوي په کابل کې د سفارتونو د فعالیت مخه ونیسي

 داعش ترهه ګرې ډلې په پاکستان سفارت د حملې پړه غاړه اخیستی ده او ویل شوی دی چی د افغان  امنیتی عسکرو یو کس هم نیولې دې .

 

 افغان سیاسي کارپوهان وايي امریکا نه غواړي چې طالبان  د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، ځکه چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې یې سخته ماته خوړلې او له دې ډلې څخه یوه تروریستي ډله په ځانمرګو بریدونو لاس پورې کوي.

د سیاسي چارو کارپوه سنګر افندي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا د افغانستان په شل کلنه جګړه کې سخته ماتې خوړلې، نو نه غواړي چې طالبان ښه وي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکو ولري.

د ده په خبره، امریکا د سیمې د هېوادونو له ځینو استخباراتي کړیو سره په همکارۍ او له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له داعش څخه په استفادې، پر سفارتونو ځانمرګي او چاودېدونکي بریدونه کوي، څو وښيي چې افغانستان د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره خوندي ځای نه دی.

هغه زیاته کړه، طالبان باید د امریکا او د امریکا په ملاتړ د ترهګرو ډلو د تخریبي بریدونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي، ځکه پر بهرنیو سفارتونو ترهګریز بریدونه د افغانانو په زیان تمامیږي.

دغه سیاسي کارپوه په دې خبرې سره چې د بهرنیو دیپلوماتانو د امنیت تامین د کوربه هیوادونو له وظیفو څخه دی، زیاته کړه چې که طالبان  د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي، باید ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې په دغه هیواد کې بریدونه ترسره کړي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، په کابل کې د دغه هېواد سفارت امنیت ته د ځانګړې پاملرنې ډاډ ورکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هېواد په کابل کې د خپل سفارت د تړلو یا د خپلو دیپلوماتانو د ایستلو پلان نه لري.

 داعش ترهه ګرې ډلې په پاکستان سفارت د حملې پړه غاړه اخیستی ده او ویل شوی دی چی د افغان  امنیتی عسکرو یو کس هم نیولې دې .