یونیسف: په افغانستان کې له ۱۱۲ زرو کورنیو سره مرستې کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124418-یونیسف_په_افغانستان_کې_له_۱۱۲_زرو_کورنیو_سره_مرستې_کوو
په افغانستان کې د تېر کال له تحولاتو سره د بندیزونو د لګولو، د اقتصادي پروژو د بندېدو او وچکالۍ له امله د هېوادوالو د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2022 10:29 Asia/Kabul
  • یونیسف: په افغانستان کې له ۱۱۲ زرو کورنیو سره مرستې کوو

په افغانستان کې د تېر کال له تحولاتو سره د بندیزونو د لګولو، د اقتصادي پروژو د بندېدو او وچکالۍ له امله د هېوادوالو د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف چارواکو اعلان کړی، چې په راتلونکي ژمي کې به په ټول افغانستان کې له ۱۱۲ زره کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) نن اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې له ۱۱۲  زروکورنیو سره ژمنۍ مرستې کوي.

په افغانستان کې د تېر کال له تحولاتو سره د بندیزونو د لګولو، د اقتصادي پروژو د بندېدو او وچکالۍ له امله د هېوادوالو د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.

په همدې حال کې د سوالګرو کمیټې اعلان کړی چې یوازې له کابل ښار څخه یې تر ۱۹ زره زیات سوالګر راټول کړي دي.