ننګرهار کښې بم چاودنې یوشمیر کسان ژوبل کړي نور حال واورئ
زمونږ خبریال وايي چاودنه له غرمې وروسته د جلال اباد ښار په صرافۍ مارکیت کې رامنځته شوه
د جلال اباد په مرکزي روغتون کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې د چاودنې له ځایه نهه تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي چې دوه تنه یې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت او اوه تنه یې په رغتون کې بستري شویدي .
د صرافۍ مارکیټ د جلال اباد ښار په تر مرکز او تر ټولو په ګڼ میشته سیمه کې دی، دغلته ورغلی ټولی لارې د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله د پیښې ځای ته د ټپیانو د لیږد په موخه د امبولانسونو ورتګ هم ځنډنی کړ چې خلکو پر خپلو امکاناتو ټپیان تر روغتونه ورسول.
د ننګرهار ولایتي ادارې هم د جلال اباد ښار په صرافۍ مارکیت کې د چاودنې پخلی کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د باختر اژانس مدیر قریشي بدلون چې دولایتي ادارې په استازیتوب له رسنیو سره خبرې کوي وایي په چاودنه کې شپږ ته ژوبل شویدي .
هغه وایي د پیښې په اړه پلټنې پېل شویدي.
تر اوسه د دې چاودنې پړه پر غاړه نده اخیستې . دا په تیرو اته څلویښت ساعتونو کې دویمه چاودنه ده چې په جلال اباد ښار کې ترسره کیږي.
په لومړۍ چاودنه کې چې تیره ورځ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د هندوانو او سکهانو عبادت ځای یا درمسال ته څيرمه شوې وه د یو سکهه په ګډون شبږ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي و دهغې چاودنې پړه هم تر اوسه چا پر غاړه نده اخیستې