د ابوعاقله دشهادت دوسیه دې هیګ نړیوالې محکمې ته ونه لیږل شي
د امریکا خارجه وزارت د هیګ نړیوالې محکمې ته د قطر د الجزیره خبری چینل د فلسطینۍ خبریالې شیرین ابوعاقله د شهادت د دوسیې له لیږلو سره کلک مخالفت وکړ.
الجزیره خبری چینل نن په هیګ نړیوالې محکمې کې د اسرائيلي پوځيانو په لاس په فلسطین کې دخپلې خبریالې شیرین ابوعاقله د ترور دوسیه مطرح او د صهیونیسټ رژيم په ضد شکایت وړاندې کړ.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د امریکا دخارجه وزارت ویندوي نډپرایس پرون ناوخته په واشنګټن کې دخبریالانو په ټول کې ووئيل،د امریکا حکومت هیګ نړیوالې محکمې ته د ابوعاقله د شهادت دوسیې په وړاندې کولو کې د الجزیره ټيلیویژني چینل له اقدام سره مخالفه ده. هغه مدعي شو چې هیګ نړیواله محکمه باید په دې زمینې کې ترټولو وروستی اقدام شي.
د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ویندوي د صهیونیسټي پوځيانو او فلسطینی مقاومتي ډلو دمبارزانو ترمینځ د نښتو په باب هم ووئيل،ټول لوري باید په اسرائيلو او لویدیځي غاړې کې د لازیاتو مرګ ژوبلو دمخنیوي لپاره فوري اقدامات وکړي.
د صهیونیسټ رژيم پوځیانو په تیر مئ میاشت کې د فلسطین دلویدیځي غاړې په جنین سیمې باندې په حملې کې د قطر د الجزیره چینل خبریاله ابوعاقله په داسې حال کې چې د خبریالۍ جیکټ کې ئې هم اغوستی ؤ،له پنځوسو تر سلو میټرو پورې په فاصله کې په ډزوشهیده کړه. د ابوعاقله شهادت، دخبریالانو په وژلې کې د صهیونیسټي رژیم په تورې دوسیې کې لومړنی مورد نه دی ،ځکهد فلسطینیو رسندویو د راپورونوپه اساس، دغه رژيم له ۲۰۰۰کال راهسې او د فلسطین د ولس ددوهمې انتفاضې له پيلیدا وخت راهسې تر دې دمه ۴۵خبریالان وژلي دي.