چابهار بندر د افغانستان  اوسیمې د امنیت اساسی کِلي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124564-چابهار_بندر_د_افغانستان_اوسیمې_د_امنیت_اساسی_کِلي_ده
 د افغانستان د ګاونډیانو لومړنۍ امنیتی ناسته د قزاقستان، قرقستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د استازو په شتون سره د هند په نوي ډیلي کې ترسره شوه.په دغې ناستې کې دسیمې دامیت د اساسی عنصر په توګه  د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهار بندر پر رول ټينګار وشو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2022 11:52 Asia/Kabul
  • چابهار بندر د افغانستان  اوسیمې د امنیت اساسی کِلي ده

 د افغانستان د ګاونډیانو لومړنۍ امنیتی ناسته د قزاقستان، قرقستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د استازو په شتون سره د هند په نوي ډیلي کې ترسره شوه.په دغې ناستې کې دسیمې دامیت د اساسی عنصر په توګه  د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهار بندر پر رول ټينګار وشو.

 د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې چابهار بندر،د ایران یوازینی سمندری بندر دی چې د هندسمندر او مکران سمندرګي په څنډې کې واقع دی.چابهار بندر آزادو اوبو ته د افغانستان،ترکمنستان،ازبکستان،تاجیکستان،قرقیزستان او قزاقستان په څير د مینځنۍ آسیا په وچې کې د کلابندو هیوادونو دلاس رسي یوه ترټولو نزدې او سټراټژيک موقعیّت په سبب، له ځانګړي اهمیّته برخمن دی.

آسیا انټرنیشنل خبری آژانس  راپور ورکړ،دمینځۍ آسیائي هیوادونو او دهند د ملی امنیت دسلاکارانو دلومړنۍ غونډې  دګډې اعلامیې په اساس، چابهار بندر د سیمې د امنیت داساسی عنصر په توګه په نظر کې نیول شوی او په افغانستان کې په انساني بحران کې د مهم رول او دنړیوالو  اورګانونو په وسیله د افغانستان ولس ته د انسان دوستۍ  دشیانو او مرستو په لیږد کې  دمهم رول  په دلیل د ټرانسپورټ دغه کریډور لازیاته پراختیاته ډيره توجه  شوې ده.

په دغې ناستې کې د مینځنۍ آسیا له هیوادونو غوښتل شوي څود شمال –جنوب  دنړیوال ټرانسپورټله کریډور(آئي این ایس ټي سی) سره یوځای کیدا چې چابهار بندر پکې اساسی رول لري  او  دنړیوال ټرانزیټي  او ټرانسپورټ دکریډور  او همداراز له هندوستان سره د اړیکو د پیاوړتیا په باب د عشق آباد موافقه په نظر کې ولري.