جلال ابادښار کې د سهیلي حلقوي سرک دپاتې چارو بشپړونه پېل شوه
چارواکي وایی ددې سرک په جوړیدو سره به په ښارکې ترافیکي ګڼه ګوڼه راکمه او موټر چلوونکو ته به هم اسانتیا رامنّځته شي
زمونږخبریال راپور راکړ،د افغاسنتان د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښاروالۍ دمطبوعاتو مسول بختي جان مراد وایي دا حلقوي سرک چې د جلال اباد سهیلي څنډې ته په اوومه ناحیه کې موقعیت لري درې کیلو متره اوږد دی چې نږدې یو کیلو متر یې دقیر په بڼه او پاتې نور یې دکانکریټ په بڼه جوړیږي . بختي جان مراد وایي پر دې سرک خواوشاه پنځه څلویښت ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې دښاروالۍ له کورنیو عوایدو ورکول کیږي او چارې به یې په راتلونکو شپږ میاشتو کې پاې ته ورسیږي، دنوموړي پر وینا په دې موده کې دسیمې سلګونه استوګنو ته هم پکې د کار کولو زمینه برابره شویده.
په دې اړه بشپړ راپور ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.