یونیسف د افغانستان له ماشومانو سره د مرستې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124576-یونیسف_د_افغانستان_له_ماشومانو_سره_د_مرستې_غوښتنه_وکړه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان ماشومان د اړو هیوادونو په سر کې دي او له دوی سره یې د ۱.۶۵ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2022 03:50 Asia/Kabul
  • یونیسف د افغانستان له ماشومانو سره د مرستې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان ماشومان د اړو هیوادونو په سر کې دي او له دوی سره یې د ۱.۶۵ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده

یونیسف وايي، په افغانستان کې ماشومان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان ماشومان د اړو هیوادونو په سر کې دي او له دوی سره یې د ۱.۶۵ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

یونیسف ویلي چې د ۱۱۰ میلیونو ماشومانو په ګډون د نړۍ له ۱۷۳ میلیونه وګړو سره د مرستې لپاره ۱۰.۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

  د دغه صندوق د اعلان له مخې، افغانستان د اړتیا وړ هېوادونو په سر کې دی او د دغه هېواد له ماشومانو سره د مرستې لپاره ۱.۶۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د یونیسف اجرایوي مشرې کاترین رسل ویلي چې په افغانستان کې ماشومان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.