د افغانستان د پخواني حکومت د زده کړې نظام مو لغوه کړ
د طالبانو د حکومت د لوړوزده کړو وزیر ندامحمد ندیم پرون د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د استاذانو په یوې ناستې کې ووئیل، د پخواني حکومت د لوړو زده کړو نظام لغوه کړئ شوی دی.
د افغانستان د طالبانو دحکومت د لوړو زده کړو وزیر په دغه هیواد کې د تیر حکومت د لوړو زده کړود درست نظام د لغوه کولو خبر ورکړ.
د طالبانو د حکومت ددغه لوړپوړي چارواکي څرګندونې په داسې حال کې دی چې و اک ته د طالبانو له رسیدا وروسته په دغه هیواد کې له شپږم صنفه پورته د انجونو د زده کړو درست ښونځي تړل شوي او په ادارو کې کارکونکي میرمنې هم کورونو کې ناستې دي.د طالبانو حکومت د نړیوال رواوالی دترلاسه کولو لپاره هڅه کوي او نړیوالې ټولنې دغه غوښته، د بشری حقوقو په تیره بیا د افغان میرمنو او انجونود حقوقو له رعایتولو سره تړلې ده.
زمونږخبریال د شفقناخبری آژانس له قوله راپور راکړ،د طالبانو دحکومت د لوړوزده کړووزیر ندامحمد ندیم پرون د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د استاذانو په یوې ناستې کې ووئیل،د پخواني حکومت د لوړو زده کړو نظام لغوه کړئ شوی دی.هغه څو ورځې مخکې هم دپوهنتونونو د استاذانو علمی رتبې دافغانستان له پخواني حکومت سره له ملګرتیا سره تړلې وې.