د پاکستان او د افغانستان عسکرو بیا جګړه کړي ده
Dec 15, 2022 16:09 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس وايي د پاکستان او د افغانستان سرحدي ځواکونو یوځل بیا په سپین بولدک چمن سرحدي لاره کښې جګړه وکړه.
دغه جګړه نن هغه وخت وشوه چې د طالبانو ځواکونو غوښتل د سپین بولدک په شیرو اوبو سیمه کښې پوسته جوړه کړي چې د پاکستان عسکرو یې مخه ونیوله.
د نن ورځې د جګړې د مرګ ژوبلو په هکله تراوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.
ننۍ جګړه په داسې حال کښې ده چې د طالبانو خارجه وزارت پرون د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره د افغانستان د سرحدي ځواکونو نښتې ته غبرګون کښې ژمنه کړي وه چې د دا ډول پیښو مخه ونیسي.
په تیرې یکشنبې ورځې هم په سپین بولدک او چمن سرحدي لاره کښې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په جګړه کښې اوه کسان وژل شوي او دیرش نور ژوبل شوي وو.
ټیګونه