له ایران او پاکستان څخه ګڼ شمیر افغانان ستانه شوي
زمونږ خبریال وايي ملګروملتونو له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد افغانستان ته د څه د پاسه اوه لکه کډوالو د بیرته ستنیدا خبر ورکړ.
د ایران اسلامي جمهوریت له تیرو څلویښتو کلونو راهسې د افغانستان د کډوالو ښه کوربه توب کړی او کابو پینځه میلیونه افغانان په ایران کښې وسیږي.
پاکستان هم د افغانستان د کابو درې میلیونه کډوالو کوربه دی.
په افغانستان کښې د حکومت له بدلیدا او سیاسي بدلونونو او واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستتان ګڼ شمیر ښاریز د ایران او د پاکستان په شمول ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.
د ملګروملتونو د نفوسو صندوق پرون وویل د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کښې کابو شپږ لکه دوه شپیته زره افغان کډوال له ایران او شپږ شپیته زره نور بیا له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګروملتونو د نفوسو صندوق وویل ملګري ملتونه په سرحدي سیمو کښې افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو لپاره د درملنې خدمات وړاندې کوي.
طالبانو تل د سیمې او له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغانستان د ښاریزو په خپله خوښه په ستنیدا ټینګار کړی دی.