د طالبانو په رسمیت پیژندل د سیمې د هیوادونو په ګټه دي
د سیاسي چارو کارپوهان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتلو څه باندې یو کال تېرېږي، خو د نړۍ هېوادونو طالبان په رسمیت نه دی پېژندلی.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې شته حکومت په رسمیت وپېژني.
د سیاسي چارو کارپوهان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتلو څه باندې یو کال تېرېږي، خو د نړۍ هېوادونو طالبان په رسمیت نه دی پېژندلی.
د سیاسي چارو کارپوه عزیزا... معراج وویل که د سیمې هېوادونه غواړي له یو بل سره سوداګریزې اړیکې ولري او په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیسي، باید په افغانستان کې شته حکومت په رسمیت وپېژني، ځکه افغانستان په هغه جغرافیه کې موقعیت لري چې د سیمې هېوادونه سره نښلوي.
ښاغلي معراج وویل د طالبانو مشران هم باید د سیمې د هیوادونو د رضایت د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو لپاره زمینه برابره نه کړي.
په ورته وخت کې د پوهنتون استاد احمد ذکي اکبري هم له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د نړۍ هېوادونه په تېره بیا ګاونډیان باید د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني، ځکه په اوس وخت کې بله چاره نشته.
اکبري ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په افغانستان کې یوازینی اغیزمن سیاسي او نظامي ځواک دی چې د هیواد سیاسي او امنیتي وضعیت اداره کوي. له همدې امله د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره د تماس بل ادرس نه لري چې د افغانستان په اړه ورسره خبرې وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په وار وار ویلي، چې اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره اړیکي ټینګ کړي او سرپرست حکومت یې د تسلیمۍ ټول معیارونه پوره کړي دي