طالبان: ښځې په غیرحکومتي موسسو کښې کار نه شي کولې
د طالبانو د اقتصاد وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو او ادارو ته امر کړی چې ښځینه کارکوونکې تر بل امره پورې په کور کښېنوي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو او ادارو ته امر کړی چې ښځینه کارکوونکې تر بل امره پورې په کور کښېنوي.
تاند خبري سایټ لیکلي چې د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کښې ویلي، د دې لپاره چې د کورنیو او بهرنیو موسسو د کارونو او لارښوونو د انسجام د چارو مسئولیت د دوي دی نو ټولو غیرحکومتي کورنیو او بهرنیو موسسو ته هدایت کېږي چې د خپلو ټولو ښځینه مامورینو کار ودروي.
دا وزارت د خپلې پرېکړې د دلیل په توګه وايي چې په وروستیو کې یې داسي شکایتونه اورېدلي چې ګواکي په غیردولتي موسسو کې اسلامي حجاب او د امارت نور مقررات او قوانین نه رعایت کېدل.
د طالبانو د اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی چې که غیرحکومتي موسسې د دوي امر ونه مني نو د فعالیت جواز به یې واخیستل شي.
طالبانو دا پرېکړه ۴ ورځې وروسته له دې وکړه چې نجونې یې له پوهنتوني زده کړو منع کړې او د دوي دغه پرېکړه په افغانستان او نړۍ کې له سخت مخالفت سره مخامخ شوې ده.