طالبان د جینکو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو څیړنه کوي
د طالبانو دوه جګ پوړې چارواکي د جینکو او میرمنو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو څیړنه کوي
د طالبانو دوه جګ پوړې چارواکي د جینکو او میرمنو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو څیړنه کوي
فارس خبري آژانس د افغانستان د خبري سرچینو په حواله لیکلي چې طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت سرچینو وویل: د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له دفاع وزیر محمد یعقوب سره د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو په هکله خبرې اترې کړې دي.
طالبانو د کورنیو او نړیوالو دباؤنو وروسته په دې لړ کښې د دوباره غور فیصله کړې ده. په هم دې لړ کښې ټاکل شوې چې ملا یعقوب، حقاني او د طالبانو ځیني نور لوړرتبه چارواکي د دغې ډلې له مشر سره د خبرواترو لپاره قندهار ته لاړ شي.
د افغانستان خبري سرچینو رپورټ ورکړی چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي دې، د کابینې د فیصلې او د لوړو زده کړو د وزیر مولوي ندا محمد ندیم په حکم د هیواد په پوهنتونونو کښې د نجونو زده کړه تر بلې خبرتیا پورې ممنوع ده.