افغان طالبان وايي پاکستان کښې بې ثباتي نه غواړي
د طالبانو د موقته حکومت ویاند د افغانستان او پاکستان ترمینځ د شخړو له زیاتیدو سره هممهاله ټینګار کړی چې کابل په پاکستان کښې د بې ثباتۍ ملګری او پلوي نه دی.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان واکمن حکومت ټینګار لري چې د پاکستان تحریکِ طالبان ډله له افغانستان څخه فعالیت نه کوي او داشان په پاکستان باندې یې حملې د دغه هیواد یوه کورنۍ مسئله ده چې پاکستان یې په خپله باید هواره کړي.
ذبیح ا... مجاهد په پاکستان باندې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې څخه د تحریک طالبان پاکستان د استفادې په هکله د ډان نیوز د خبریال د پوښتنې په ځواب کښې وویل: مونږ به هیڅکله پرې نږدو چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا د بل کوم هیواد خلاف استعمال شي.
هغه ټینګار وکړ چې دا د طالبانو اصولي دریځ او سټراټیجک سیاست دی.
د طالبانو د موقته حکومت ویاند په افغانستان کښې د ټي، ټي، پي د مشرانو د شتون ادعا ناسمه وبلله او ویې ویل: مونږ په پاکستان کښې ناامني نه غواړو بلکې هلته د صلحې او ثبات غوښتونکي یو.