د طالبانو حکومت په ځینو رسنیو بندیز لګوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125788-د_طالبانو_حکومت_په_ځینو_رسنیو_بندیز_لګوي
په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت په دغه هیواد کې د خینو رسنیو په فعالیتونو بندیز لګوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2023 10:38 Asia/Kabul
  • د طالبانو حکومت په ځینو رسنیو بندیز لګوي

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت په دغه هیواد کې د خینو رسنیو په فعالیتونو بندیز لګوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره، له دې هیواده ګڼ شمېر خبریالان ووتل او اکثره رسنۍ بندې شوې، همدارنګه د خبریالانو په ضد د تاوتریخوالو کچه هم زیاته شوه.

د جمهور له راپور سره سم، د طالبانو د حکومت د فرهنګي چارو د وزارت د نشریاتې څانګې مشر عبدالحق حماد ویلي چي له افغانستان څخه بهر د رسنیو مشران په غیابي توګه نه محاکمه کیږي، بلکې محاکمه د یو شمېر رسنیو د فعالیتونو د جواز په هکله پرېکړه کوي.

د فرهنګي چارو د وزارت دغه مسئول وویل: د یو شمېر رسنیو له فعالیتونو څخه د طالبانو سرپرست حکومت ته شکایت شوی او په هغوی د افغانستان د ملی ګټو په ضد د فعالیت تور لګول شوی، په دې خاطر د یو شمېر رسنیو مشران د رسندویې خلافورزیو د کمیسیون له لورې راغوښتل شوي څو دغو اندېښنو ته ځواب ووایي.

هغه زیاته کړه: د رسندویې خلافورزیو د کمیسیون پرلپسې غوښتنو ته د رسنیو د مشرانو د نه پاملرنې د امله، د هغوی دوسیې محکمې ته لېږدول شوي څو د خلافورزي کوونکو رسنیو د فعالیت د جواز په هکله پرېکړه وشي.

ټاکل شوې ده چي د طالبانو د سرپرست حکومت محکمه نن د خلافورزي کوونکو رسنیو په هکله خپله پرېکړه په یوه خبري غونډه کې رسنیو سره شریک کړي.