په افغانستان د پاکستان برید حقیقت نلري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125804-په_افغانستان_د_پاکستان_برید_حقیقت_نلري
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان د هوايي حملې په هکله ځینې راپورونه بې اساسه وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2023 01:20 Asia/Kabul
  • په افغانستان د  پاکستان برید حقیقت نلري

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان د هوايي حملې په هکله ځینې راپورونه بې اساسه وبلل.

هغه وویل د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان د هوايي حملې په هکله د رسنیو لخوا د ځینو خبرونو خپریدل حقیقت نلري.

د افغانستان د ننګرهار د پولیسو د قومندنۍ ویاند عبدالبصیر زابلي هم وویل د دغه ولایت په تورخم سرحدي ښار کښې د نښتې په هکله راپورونه هم بې اساسه دي.

زابلي زیاته کړه په یوه غلط اقدام کښې د طالبانو یو امنیتي ځواک وژل شوی او د پاکستان یو پوځي ژوبل شوی.

هغه وویل دغه پیښه قصدي نه وه او د تورخم سرحدي لاره د مسافرانو د تګ راتګ لپاره خلاصه ده.