امریکا په مرکزي او جنوبي اسیا کښې د جنګ کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125806-امریکا_په_مرکزي_او_جنوبي_اسیا_کښې_د_جنګ_کوشش_کوي
سیاسي شناندي وايي د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان له پوځي حملې د امریکا ملاتړ د دې ښودنه کوي چې په جنوبي اسیا او مرکزي اسیا سیمو کښې د واشنګټن ګټو له جنګ سره غوټه خوړلي ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 06, 2023 05:04 Asia/Kabul
  • امریکا په مرکزي او جنوبي اسیا کښې د جنګ کوشش کوي

سیاسي شناندي وايي د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان له پوځي حملې د امریکا ملاتړ د دې ښودنه کوي چې په جنوبي اسیا او مرکزي اسیا سیمو کښې د واشنګټن ګټو له جنګ سره غوټه خوړلي ده.

د سیاسي شناندو دغه نظرونه په داسې حال کښې بیان شوي دي چې د امریکا د خارجه وزارت ویاند نیډپرایس د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان د پوځي برید ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې پاکستان حق لري د افغانستان په خاوره کښې پوځي عملیات ترسره کړي.

د نړیوالو اړیکو شناند نجیب الله علیزي له اوا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د افغانستان په خاوره کښې د پاکستان له پوځي برید د امریکا ملاتړ د دې ښودنه کوي چې په مرکزي اسیا او جنوبي اسیا سیمو کښې د واشنګټن ګټې په جنګ کښې دي او زیاته یې کړه امریکا په مرکزي اسیا کښې د جنګ په رامینځته کولو سره هڅه کوي ناامنۍ چین او روسیې ته وغځوي او له دې کبله د اسیايي هیوادونو مشرانو باید خپل خلک په سیمه کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو د هدفونو قرباني نکړي.

هغه ټینګار وکړ که چیرې پاکستان د افغانستان په خاوره باندې پوځي حمله وکړه نو پاکستان به له افغانستان څخه زیات تاوان وویني ځکه چې د پاکستان د حکومت څو مخالفې او ازادي غواړي ډلې په افغانستان کښې موجودې دي.

دغه راز د سیاسي چارو شناند عبدالجمیل شیراني هم وویل پاکستان د ملګروملتونو غړی دی او له دې کبله د نړیوالو کنونشنونو او د قوانینو پراساس حق نلري چې له کوم ثبوت پرته د افغانستان په خاوره برید وکړي.

هغه وویل پاکستان له ثبوت پرته د افغانستان طالبانو ډله تحریک طالبان پاکستان ډلې ته په پناه ورکولو تورنوي په داسې حال کښې چې تحریک طالبان پاکستان ډله د پاکستان دننه امنه مرکزونه او اډې لري.

شیراني وویل که چیرې پاکستان د افغانستان په خاوره کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د شتون په هکله کوم ثبوت لري نو ملګرو ملتونو ته یې ورکړي.