غزني کښې د مخابراتي شبکو نوې پاې فعالې شوې
په غزني ولایت کې د مخابراتو ریاست چارواکي وايي چې په ډیرو ولسوالیو کې یې د نويو مخابراتي شبکو پاې یا بوسټرونه فعاله کړې
په غزني ولایت کې د مخابراتي شبکو له ستونزو څخه یو شمېر اوسیدونکي ناخوښه دي او وايي چې دوی نه شي کولای په آسانۍ سره له مخابراتي فعالیت څخه ګټه پورته کړي.
د غزنی ولایت د ګیروولسوالۍ د (دیسي) دکلي اوسیدونکی ګل عزیز عزیزي تهران راډیو سره په ځانکړې مرکې کې وویل چې یاد کلی شاوخوا (۳۰۰۰) کوره لري خو په وینا یې مخابراتي شبکې په غیرې فعالې دي . نوموړی وایي دانټرنیټي کارونو لپاره اړ دي ډیر لري ځای ته لاړ شي ترڅو خپل انټرنیټي اړتیا پوره کړي.
نوموړی له اړوندو چارواکو څخه غواړي ترڅو دیاد کلي ددې ستونزې دحل لپاره اقدام ترسره کړي.
د دې ترڅنګ د غزني ولایت د مخابراتو او ټکنالوژۍ ریاست مشر مولوي عبدالولي طیب احمد تهران راډیو ته په ځانګړې مرکې کې وویل چې دوی دغزني میشتو د دې ستونزو په اساس د دې ولایت په مرکز او یو شمېر ولسولیو کې د مخابراتي شبکو دپایو فعالولو چارې روانې کړې چې دیو شمېر پایو چارې بشپړې شوې او د یو شمېر نورو چارې به هم ډیر ژر بشپړې شي .
باید وویل شي چې دغزني دمخابراتو دریاست د راپور پربنسټ چې څو ورځې وړاندې خپور په تېر یوه کال کې د سلام مخابراتي شرکت (۳۴) سایټونه په مرکز او ولسواليو کې فعال کړي چې له دې ډلې څخه (۱۱) سایټونه کوم چې د وروستیو جګړو له امله تړل شوي وو بیا ځل فعال کړي دي.