په افغانستان کې  د انګریزانو د جنایتونو ایشواکیدا او غبرګونونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125882-په_افغانستان_کې_د_انګریزانو_د_جنایتونو_ایشواکیدا_او_غبرګونونه
د انګلستان دپاچائۍ کورنئ غړي شهزاده هري په افغانستان کې د جنګ په اوږدو کې  په دغه هیواد کې د خپل ماموریت په وخت د ۲۵افغانانو وژل ومنل او ورباندې ئې اعتراف وکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 07, 2023 11:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې  د انګریزانو د جنایتونو ایشواکیدا او غبرګونونه

د انګلستان دپاچائۍ کورنئ غړي شهزاده هري په افغانستان کې د جنګ په اوږدو کې  په دغه هیواد کې د خپل ماموریت په وخت د ۲۵افغانانو وژل ومنل او ورباندې ئې اعتراف وکړ.

د انګلستان د اوسني پاچا  چارلز دریم وړوکی زوی په شهزاده هري مشهور ډوک ساسکس،څه موده کیږي،چې د پاچائۍ له کړئ ویستل شوی دی.د انګلستان ټلیګراف خپرونې ددغه خبر په خپرولو سره لیکلي دي،اته دیرش کلن هري د؛ Spare؛په عنوان سره پخپل کتاب کې چې ټاکل شوې ده،راتلونکي اونۍ خپور شي،لیکلي دي،چې دافغانستان په جنګ کې د خپل شتون په دوهم پړاؤ کې ئې لږترلږه پنځه ویشت کسان وژلي  دي. هري، دوه ځله یعني د ۲۰۰۷کال او ۲۰۰۸کال ترمینځ په مودې کې د مځکني ځواب په توګه او له دې وروسته په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د افغانستان په جنګ کې د یرغلیزو چورلکو دپیلوټ په توګه  ګډون کړی دی.

که څه هم د خبرونو د خپریدا د انحصاري کیدا په دلیل،په افغانستان کې د امریکائي او انګریز عسکرو ډیر جنایتونه پټ پاتې دي،خو هغه راپورونه چې خپلواکه سرچینو خپرۀ کړي دي، ښئ  چې  انګریز عسکرو  د افغانستان د خلکو د وژلو لپاره پخپلو کې په سیالۍ کې د مړو ګوتې غوڅې کولې څو د وژلو احصائې ولرل شي. په افغانستان کې د سیاسی چارو یو کارپوه او تکړه شناندی حسینی مزاري  په دې باب وائي؛د امریکا او انګلستان لپاهر د افغانستان د ولس ژوند هیڅ ارزښت نه لري او په افغانستان کې د پوځي شتون دوو لسیزو کې ،د ساعت تیري لپاره  ئې ددغه  هیواد د خلکو وینه بهوله. په حقیقت کې د افغانستان ولس د انګریز عسکرو د  تمرین لپاره سیبیلونه (Sables for the military training of soldiers) وو چې تر دې دمه، په افغانستان کې د دوي بشبړ انساني غمیزوژورتیا مشخصه نه ده:

د هَري اعتراف چې د افغانستان ولس هماغه شان د امریکا او انګلستان تر اقتصادي دباؤنو لاندې دي ،په حقیقت کې د انګریز حکومت په هغه استعماري  چلند باندې  اعتراف او منل دي چې په  هغو ټولو سیمو کې ئې چې  دوي پکې پوځي شتون لري،د دوي پوځیانو د ساعت تیري په موخې سره په ترټولو بوږنونکو جنایتونو لاس پورې کوۀ، چې ډیری مثالونه ئې په هند براعظمګي کې د انګریز استعماري شتون په وخت کې لټوَلی شو.پر دې اساس،هرَي چې دوه ځله ئې د افغانستان په جنګ کې ګډون کړی،په حقیقت کې ترټولو لوړ انګریز شخصیّت دی چې  په افغانستان کې ئې دغه شان بوږنونکی جنایتونه کړي دي.

Image Caption

 

دغه جنایتونو په افغانستان کې په ځان پسې مختلف غبرګونونه درلودلی دي،په دې توګه چې د افغانستان د طالبانو د ویندوي ذبیح ا...مجاهد پشمول ډيری افغانانو پخپلو ټولنیزو چینلونو کې لیکلي دي، واقعیّت دا دی چې د مونږ بې ګناه خلک د تاسو د سیاسی مشرانو اوپوځيانو په سترګو کې د شطرنج مُهرې وې ،خو  سره له دې تاسو لوبه بائيللي ده:

د افغانستان ډیری ښاریزو پخپلو ټویټونو کې ټينګار کړی دی،دغه جنایتونه شهزاده هرَري ته محدود نه دي، بلکې د تاریخ په اوږدو کې درستو نیواکګرانو دغه شان جنایتونه کړی دي او افغانان به ددغو جنایتونوخاطرې، هیرې نه کړي:

د سیاسی چارو یو بل کارپوه سروش امیري هم په دې باب وائي؛ په هغو هیوادونو کې د تاریخ په مطالعې سره چې انګلستان استعماري شتون پکې درلودلی دی،ددغه هیواد پوځیانو  ډير زیات او بوږنونکي جنایتونه مشاهده کیدلی شي په دغه توپیر سره چې تردې دمه هیڅ یوه نړیوال حقوقي مرجع په دغو جنایتونو ارزونې او سپړنې نه دي کړي او انګریز پوځیان په هرې سوئې او د افغانستان په شمول د نړۍ په مختلفو سیمو کې خپلو بوږنونکو جنایتونو ته په سپين سترګیتوب سره دوام ورکړی دی::

په هرحال د انګلستان دپاچائي او پوځي ټولنو دلیدتوګو له پلوه د انسانانو وژل او جنایتونو ترسره کول دومره آسان دي چې اوس د پاچائۍ کورنۍ په سویه په بې شرمئ او بې حیائۍ سره  په افغانستان کې پخپلو جنایتونو اقرار کوي،په دې توګه چې د انسانانو ارزښت او دهغوي ژوند او مال، د دوهمې او دریمې درجې دښاریزو په توګه  له یوۀ براعظم سره د بل براعظم  په نسبت  توپیر لري او دوي اجازت لري،په  هر یوه جنایت لاس پورې کړي.

پردې اساس یواې هغه مهال ددغه ډول جنایتونو د دوام خنډ کیدلی شي چې د جنګي جنایت په توګه وپيژندل شي او نړیوالې حقوقي ټولنې ورباندې ارزونه او غور وکړي.  داپه داسې حال  کې دي چې نړیوالې ټولنې  په افغانستان کې د امریکا او انګریز عسکرو د جنایتونو په وړاندې  هماغه شان چپتیا غوره کوي،په همدې دلیل د افغانستان ولس ملګروملتو ته د دوي د حقوقو  داعاده کولو بلنه ورکوي.