د تورو زرو صادراتو ته د طالبانو هیله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125902-د_تورو_زرو_صادراتو_ته_د_طالبانو_هیله
طالبان له چینايي شرکت سره د تیلو د تړون له لاسلیکولو وروسته د تیلو صادراتو ته هیله مند دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2023 04:10 Asia/Kabul
  • د تورو زرو صادراتو ته د طالبانو هیله

طالبان له چینايي شرکت سره د تیلو د تړون له لاسلیکولو وروسته د تیلو صادراتو ته هیله مند دي

د طالبانو د موقته حکومت د معدنونو وزیر تیره پنجشنبه د آمو سیند د تیلو د رایستلو لپاره د کابل او یو چینايي شرکت ترمینځ د تړون د لاسلیکیدو خبر ورکړی و.

د طالبانو د تیلو او معدنونو د وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور پرون شنبه له چیني شرکت سره د افغانستان په شمال کښې د آمو سیند د تیلو د رایستلو د تړون د لاسلیک کیدو په رسمي دستورو کښې وویل: د دغو تیلو د استخراج د کار په پیلیدو سره به افغانستان تر راتلونکو دریو کلونو پورې د نړۍ هیوادونو ته د تیلو صادرات شروع کړي.

د طالبانو دغه چارواکي د آمو سیند د تیلو د کوهیانو ټول ارزښت کابو اووه میلیارډه ډالر یعنې ۸۷ میلیون بیرله اټکل کړی او زیاته یې کړه: په دې پروژې باندې ۵۴۰ میلیون ډالره پانګونه شوې او د څه باندې درې زره کسانو لپاره د کار زمینه برابروي.

هغه څرګنده کړه: د دغې تیلي پروژې په پيلیدو سره به د کار درې زره نوي فرصتونه برابر شي.