د افغانستان اهل تشیَع پوهنتونوالو طالبان له خپلومشکلاتوخبرکړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125930-د_افغانستان_اهل_تشیَع_پوهنتونوالو_طالبان_له_خپلومشکلاتوخبرکړل
 د طالبانو د موقته حکومت د اطلاعاتو اورسندوئي مرکز  په وسیله دخپرې شوي خبرتیا په اساس،په دغې کتنې کې  پروفیسر مصباح شهرستاني په غونډې کې د حاضرو استاذانو په نمایندګۍ  خبرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2023 11:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان اهل تشیَع پوهنتونوالو طالبان له خپلومشکلاتوخبرکړل

 د طالبانو د موقته حکومت د اطلاعاتو اورسندوئي مرکز  په وسیله دخپرې شوي خبرتیا په اساس،په دغې کتنې کې  پروفیسر مصباح شهرستاني په غونډې کې د حاضرو استاذانو په نمایندګۍ  خبرې وکړې.

تسنیم خبری آژانس  راپور ورکړ، دافغانستان  دپوهنتونونو یو شمیر شیعه استاذانو، د طالبانو د لومړي وزیر له سیاسی مرستیال  مولوي عبدالکبیر سره لیده کاته وکړل او هغه ئې له خپلو مسئلو او غوښتو خبر کړ.

 د طالبانو د موقته حکومت د اطلاعاتو اورسندوئي مرکز  په وسیله دخپرې شوي خبرتیا په اساس،په دغې کتنې کې  پروفیسر مصباح شهرستاني په غونډې کې د حاضرو استاذانو په نمایندګۍ  خبرې وکړې.

شهرستاني  په دغې کتنې کې  په دې خبرې سره چې  د  اهل تشیَع پشمول  مختلفو پرګنو  په مختلفو برخو کې د افغانستان حاکمه پلاوی کې ځاي ورکړی دی ، په حکومتي تشکیلاتو کې ئې داهل تشیّع د لازیاتو کارنده کسانو څخه د استفادې غوښته  وکړه.

 هغه همداراز ډاډ ورکړ چې د اهل تشیّع  قومونه  او تخنیکي شخصّیتونه  د طالبانو له موقته حکومت سره ملګرتیا ته تیار دي.

مولوی عبدالکبیر  هم ددغې غوښتې په غبرګون کې ووئيل،  چې د طالبانو د موقته حکومت په جوړښت کې  ددرستو ولایتونو ،سیمو اوقومونو  کسان شتون لري  او  ددرستو کارنده شخصیّتونو لپاره  له توپیر پرته دخدمت زمینه برابره ده .

د طالبانو د ریئس الوزرا سیاسی مرستیال  د لازیاتو جزیاتو له وړاندې کولو پرته ووئيل چې  په دې باب به لازم فرمانونه صادر کړي.